دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 140131
د بهرنیو ځواکونو دبهر کېدو لپاره د طالبانوله غوښتنې د روسیې ملاتړ
روسیه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بهر کېدو لپاره د طالبانو له غوښتنې ملاتړ کوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه کې د امریکا د نه حضور په غبرګون کې،په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د مسکو د هڅو په له‎منځه وړلو تورن کړ.
په پایله کې روسېې له طالبانو د ملاتړ تور ته چې د امریکا لخوا لګول شوی وو ځواب ورکړ.
ضمیر کابلوف وايي چې هېواد یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره د طالبانو مخالفت د توجیه وړ بولي او مسکو له افغانستان سره د ترهګرۍ په مبارزه کې ګډې ګټې لري.
هغه وویل:«د طالبانو یو شمېر عناصر په یوه اتحاد کې له دولت سره یې دي، د دې ډلې مشرتابه له ترهګرو سره د مبارزې لېوالتیا لري او دا په دې مانا ده چې روسیه او طالبان ګډې ګټې لري.»
په همدې حال کې د امریکامتحده ایالاتونو دفاع وزیر له طالبانو سره د روسیې اړیکې زیان رامنځته کوونکې بولي.
د امریکا د دفاع وزیر جېمزمتیس څرګنده کړه:« د روسانو کړنو موږ اندېښمن کړي یوو. موږ له روسیې سره د سیاسي همکارۍ په هڅه کې یوو، خو اوس روسیه غواړي یو ستراتېژیک سیال واوسي او پوهېدلي یوو چې له روسیې سره په همکارۍ کې ډېره کمه هیله شته.»
د مسکو او واشنګټن ترمنځ د دغو اختلافونو سره جوخت د روسیې او تاجیکستان پوځیانو د افغانستان پولې ته نېږدې ګډ پوځي تمرینونه هم پیل کړي دي.
د ۸۰۸ سپين زر حوزې قومندان شیرعزیز کامه‎وال وویل:«روسیه نه غواړي چې بیا په افغانستان کې دخیله شي،د دغه کار تجربه لري که چېرې کوم هېواد دا کار وکړي،امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع لپاره چمتو دي.»
ټاکل شوې تر راتلوونکو دوه اوونیو روسیه د افغانستان په اړه د یوې سیمه‎يیزې غونډې کوربه وي، په دې غونډه کې امریکامتحده ایالاتونو ته هم بلنه ورکول شوې ده، خو واشنګټن دا غوښتنه رد کړې ده.
https://avapress.com/vdcfmxdyyw6djya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته