دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 140241
افغانستان د طبیعي پېښو له ګواښونو سره مخ ۴ هېواد دی
له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر وايي، چې افغانستان د طبیعي پېښو له ګواښونو سره د مخ هېوادونو په ډله کې څلورم هېواد دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر ویس برمک وايي؛ افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې دېرش سلنه وړتیا لري، چې پر امنیتي ستونزو سربېره له ځیږ طبیعي چاپېریال څخه هم یو زیامن هېواد بلل کیږي.
د نوموړي په وینا؛ د دوه زره شپاړسم په طبیعي پېښو کې څلور سوه دري اویا کسان مړه شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
د افغان سرې میاشتې سکرتر جنرال محمد نعیم دیندار وایي؛ د جګړې پر ځپل شویو سربېره له هغو کورنیو سره مرسته کوو، چې په طبیعي پېښو کې يې زیان لیدلی وي.
په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې د سره صلیب نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ په ټوله نړۍ کې شپږ سوه طبیعي پېښې رامنځته شوې دي. په دغو پېښو کې زلرلې، توپانونه، سیلاوبونه، د ځمکې ښوویدل او داسې نور موارد ثبت شوي، چې په کې ۳۲۵۵۰ کسان مړه شوي او یو سل و اته میلیون انسانان یې زیانمن کړي دي.
د سره صلیب په دغه رپوټ کې راغلي، چې په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې طبیعي پېښو اویا میلیارده دالرمالي زیان اړولی او بډایو هېوادونو درې اعشاریه درې تریلیون دالره له طبیعي پېښو سره په مبارزه کې لګولي دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر وايي، چې طبیعي پېښې په لازم ډول نه مدیریت کیږي؛ نو، ځکه دوی هم نه شي کولی له پيښو سره اغېزمنه مبارزه وکړي.
https://avapress.com/vdchkvnzz23nkid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته