راپورونه ښیي چې په شمال بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو مرکز د وسله والو طالبانو برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.
د صدای افغان خبری آژانس، د امریکا متحدو ایالتونو یوه پوځي ویاند جان توماس له قوله لیکلي، چې دغه برید ‘لویه ضربه ‘ وه چې په وینا یې ښايي قربانیان یې له ۵۰۰ ډېر وي.
د ملي دفاع وزارت جنرال دولت وزیري وایي، تیره ورځ یوه نیمه بجې یوی ترورستي ډلې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په قرارګاه برید وکړ.
هغه زیاته کړه، چې له بده مرغه موږ هم شهیدان او زخمیان لرو خو وروسته له پوره څیړنی به د شهیدانو او ټپیانو شمیره په ډاګه شی.
چارواکي مخکې ویلي وو چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۸ تنه پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو د یوه بیان په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی او افغان عسکرو ته يې د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)