دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 141536
کرزي: د امریکا په حضور او ناسمو اعمالو په نتیجه کې د انسان وژنې لمنه پراخېږي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وایي، په افغانستان کې د امریکا په حضور کې او د دوی د ناسمو اعمالو په نتیجه کې د انسان وژنې لمنه پراخېږي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ښاغلي کرزي دغه څرګندونې تیره ورځ په افغانستان کې د چین سفیر یاوجینګ سره په کتنه کې وکړه.

د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د هېواد په روانو حالاتو د خبرو اترو ترڅنګ پخواني جمهور رئیس زیاته کړه په افغانستان کې د امریکا په حضور کې او د دوی د ناسمو اعمالو په نتیجه کې د انسان وژنې لمنه پراخېږي.

ښاغلي کرزي همداراز د افغانانو ترمنځ تفرقې ته له لمن وهلو څخه کلکه اندېښنه څرګنده کړه وې ویل د سیمې ستر هېوادونه باید له افغانستان سره ملګرتیا وکړي او پرې نه ګدي چې افغانستان د امریکا د اهدافو لپاره وران او د رقابتونو په میدان بدل شي.

طالبانو سره اړیکې وساتي.

ښاغلي کرزي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې هغه په دې وروستیو کې د امریکا پر وړاندې او په خاصه توګه پر ننګرهار بمي برید وروسته سخت دریځ غوره کړی دی.

پخواني ولسمشر تیره اونی ټینګار وکړ، چې نور نشي کولای چې په افغانستان کې د امریکایانو ظلمونه وزغمي او ټینګار یې وکړ چې هغه پریکړه کړی چې امریکایي ځواکونه د افغانستان له خاورې څخه وباسي.

هغه زیاته کړه، چې په اچین کې کارول شوي بم اغېزې به تر ډېرو کلونو پورې وي او هغه خاوره خرابه شوي دي.

د ښاغلي کرزی په وینا، هغه پرېکړه کې ده چې امریکا له افغانستان خاورې څخه وباسي او ټینګار وکړ چې هغه یوازې ولاړ دی چې په افغانستان کې د امریکا د ظلم مخه نیسي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmydyvw6djta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته