دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 142548
د دفاع وزارت مشرتابه د امنیتی وضعیت د تحلیل او وړاندوینی وړتیا نه لری
د نمایندګانو مجلس مشر د هیواد امنیتی وضعیت اندیښمند وبلل او وایی چی په افغانستان کی د جنګ رهبری او مدیریت تراوسه هم د مشکلاتو سره مخ دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، عبدالرووف ابراهیمی، د نمایندګانو مجلس مشر د نن په علنی مجلس کی وویل چی د قلعه زال ولسوالی د سقوط مخکی د دفاع وزارت سرپرست او زون قوماندانانو سره ددی ولسوالی د سقوط په اړه خبری کړی دی.
ښاغلی ابراهیمی زیاته کړه چی د دفاع وزارت سرپرست او زون قومانده هغه ته اطمینان ورکړي وو چی وضعیت د هغوی تر کنترول لاندی دی او اوضاع د اندیښنی وړ نه دی.
هغه دی ته په اشاری سره چی د دفاع وزارت سرپرست او زون قوماندی د اطمینان ۲۴ ساعتونو وروسته، د قلعه زال ولسوالی سقوط وکړ، نمایندګانو ته په خطاب کی وویل: اوس تاسو قضاوت وکړی چی د فاع وزارت سرپرست او زموږ افسران د هیواد امنیتی وضعیت د ۱۲ ساعتونو مخکی تحلیل او وړاندوینی وړتیا نه لری.
د مجلس نمایندګانو مشر ټینګار وکړ چی د پولیسو زون قومانده یو بی کفایته او غیری مسلکی کس دی او باید د بی کفایتی له امله په یو نظامی محکمه کی محاکمه سی.
د طالبانو ډله د څو ورځی راهیسی خپل بریدونه د قندوز ولایت څو سیمو باندی شروع کړی دی او د شنبه په ورځ د قلعه زال ولسوالی کنترول ترلاسه کړ.
طارق شاه بهرامی؛ د داخلی وزارت امنیتی معاون د عبدالله حبیبی استعفا وروسته د ملی دفاع وزارت د سرپرست په حیث ټاکل سوی دی؛ هغه ټاکنه چی د نمایندګانو سخت نیوکو سره مخ دی او ځینی هم وایی چی هغه یو مشکوک کس دی چی په دوه کلونو کی جنرالي رتبی ته رسیدلی دی.
په همدی حال کی، کمال صافی، د قندوز خلګو نماینده په مجلس کی ملکی او نظامی ارګانونه په قندوز کی په دنده ایز غفلت باندی تورن کړ او وویل چی دری ورځی کیږی چی د امنیتی ځواکونو شهیدانو پیکرونه په خان آباد کی باقی پاته دی.
د ښاغلی صافی په وینا د قندوز په ولایت کی د نښتی له امله د ۵۰۰۰ کورونو څخه ډیر افغان غږ خبری آژانسره سوی دی او جدی اړتیا و مرستی ته لری.
ددی څخه مخکی د قندوز خلګو نمایندګان او مدنی فعالان هشدار ورکړۍ وو چی که وضعیت همداسی ادامه پیدا کړی، د قندوز ښار به د دریم ځل لپاره د طالبانو په لاس سقوط وکړی.
https://avapress.com/vdcjx8evouqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته