دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 143217
نړۍ او افغانان د خارجی سرتېرو زیاتولو ته لیوالتیا نه لري
افغان ولسمشر له امریکایي تایمز مجلې سره په مرکه کې په ډاګه کړې، چې نړۍ او افغانان د سرتېرو زیاتولو ته لیوالتیا نه لري او په افغانستان کې د دې ځواکونو اصلي ماموریت مشورې دي، نه جګړه!
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، افغان ولسمشر وایي، نور بهرني سرتېري افغانستان ته د دې لپاره راځي، چې افغان ځواکونو ته سلا مشورې او زدکړې ورکړي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي، چې اضافي سرتېري به فرقو ته مشورې ورکړې؛ ځکه مونږ په دغو فرقو کې د امریکایی ځواکونو مشورو ته اړتیا لرو.
ولسمشر غني زیاتوي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اړیکې شته؛ خو په وینا یې دغه اړیکې باید اصولي او پرانیستې وې.
د ولسمشر په وینا؛ طالبانو او پاکستان غوښتل، چې حکومت ته سقوط ورکړي، چې دې موخې ته ونه رسیدل.
ښاغلي غني دا ټینګار هم څرګند کړی، چې مونږ بهرني سرتېري نوي په سلو کې را کم کړل؛ څه، چې طالبانو او پاکستان غوښتل، خو طالبانو جګړو ته دوام ورکړ. یعنې غوښتل یې حکومت سقوط کړي. طالبان اوس هم جنګیږي؛ خو زمونږ حکومت نه سقوط کیږي.
ولسمشر غني ټینګار کوي، چې روسیه باید په افغانستان کې د شخړې د حل لارې یوه برخه وي؛ خو که په وینا یې دغه هېواد له ترهګرو ملاتړ وکړي، خپلو ګټو ته ګوزار ورکوي.
https://avapress.com/vdcdfs0f5yt0ox6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته