په شمال سرپل ولایت کې ماین چاودنې لږ تر لږه ۵ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل، پیښه نن سهار په سوزمه قلعه ولسوالی کې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې پیښه د سوزمه قلعه ولسوالی اړوند په چارک کلې کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله والو په ماین جوړلو کې بوخت وه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې د طالبانو قوماندان قاري ذکرالله په ګډون ۳ تنه وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
وسله والو طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دولتي چارواکي اکثرا طالبان او نور ولسواله ډلې په لويو لارو کې د ماينونو په ښخولو تورنوي او وایي په دغو بریدوو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پالوي (یوناما) دوه میاشتې مخکې وویل، چې په تیرو درې میاشتو کې لږ تر لږه ۷۱۵ ملکیان وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان دي.
د یوناما راپور پر بنسټ، د تیر ۲۰۱۶ کال په څیر ځمکنۍ نښتې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو ستر لامل پاتې شوی چې ورپسې له وړاندې تعبیه شوي چاودیدونکي توکي او ځانمرګي بریدونه او همغږي ځانمرګي بریدونه د ملکي تلفاتو لاملونه په ګوته شوي.