دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 149223
د سولې مذاکراتو په اړه د ولسمشر غني څرګندونې او د پاکستان ځواب
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د سولې مذاراکراتو په هکله د ولسمشر غني څرګندونې په ځواب کې وویل چې اسلام اباد غواړي په افغانستان کې سوله او امنیت غواړي.

نوموړې تیره ورځ له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې اسلام چمتو ده ترڅو د افغان سولې په بهیر او هڅو کې خپل رول ولوبوي.

ښاغلي اصف زیاته کړه چې په دې لاره کې دوه اړخیزه، درې اړخیزه، څلور اړخیزه، او څو اړخیزه میکانیزم وجود لري او له دغو میکانیزمو څخه د کار اخیستلو لپاه باید عملي ګامونه واخیستل شي.

ولسمشر غني نن د لوی اختر په مناسبت کې د جمعې په ورځ وویل « موږ هر اړخیزو مذاکراتو ته تیاری لرو او له پاکستان سره سوله زموږ په ملي اجنډا کې ده. هغه ټینګار وکړ چې دا هېواد هیڅوک په زور نشي مجبورولی او موږ د سیمې د هوساینې او سوکالۍ تامین ته تیار یوو.»

نوموړې زیاته کړه «مخالفین باید دا انتخاب کړي چې  د افغانستان دي او د دې وطن د مور شیدې یې روږدلي ، یا د نفاق او شقاق وسیله دي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې په هېواد کې روانه تاوتریخوالې پر افغانستان د ټپل شوي جنګ سره ریښې لري.

چارواکي زیاتوي، چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، ملاتړ کوي، پټنځايونه ورکوي، او د هغوي اکمالاتو په چارو کې مرستې کوي.

د چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxy9qwak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته