دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 153996
د طالبانو مشران افغانستان او پاکستان کې دي

امریکايي جنرال وايي د طالبانو تکتیکي مشران په افغانستان کي دي خو "مشره رهبري" یې پاکستان کې ده.

د طالبانو تکتیکي مشران او جګړې د ډګر قومندانان په افغانستان کې دي خو د دوې اصلي سیاسي مشران بیا لاهم په پاکستان کې میشت دي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان نیکلسن وايي پاکستان تر اوسه پخپله خاوره کې د طالب جنګیالیو په خلاف اړین او غوښتل شوي اقدامات ندي ترسره کړي. د نیکلسن په خبره، ترهګر لاهم د ډیورند له کرښې د بریدونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته رااوړي.

دغه امریکايي جنرال د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ټېتې کچې طالبان د پاکستان له مدرسو ګمارل کیږي او د "بهرنیانو سره د جنګ په نوم افغانستان ته استول کیږي خو دلته بیا له خپلو افغانانو سره جنګ کوي او وژل کیږي".

پاکستاني چارواکي بیا وايي چې د افغانستان جګړه کورنۍ ده او دوي پکښې لاس نلري.

طالبان او مخدرات

د جنرال نیکلسن په امر پدې وروستیو کې امریکايي الوتکو په هلمند کې د هیروینو د جوړولو پر څو ځایونو بمبارۍ وکړي. پدغو بریدونو کې یو شمیر کسان هم ووژل شول.

جنرال نیکلسن وايي"دا د مخدراتو په ضد جګړه نده. دا د طالبانو د مالي سرچینو په ضد جګړه ده".

نیکلسن وویل په دې وروستیو کې د طالبانو په مشرتابه کې د نشه يي توکو د ګټو پر سر هم شخړه پیل شوې ده. هغه د بېلګې په ډول د طالبانو د یو مشر ملا عبدالمنان نوم واخیست چې په خبره یې په پاکستان کې "مېشتو طالب مشرانو ته یي د نشه يي توکو په عوایدو کې برخه نه ورکوي" چې دا ستونزه ان د کوټې تر شورا پورې رسېدلې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3pazqt1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته