دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 157776
جوزجان کې د داعشیانو پر مواضعو د B-52 الوتکو هوایي بریدونه

د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې د داعش وسله والو پر مواضعو د B-52 الوتکو د هوایي بریدونو په ترڅ کې تر ۱۰ زیات وسله وال وژل شوي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د داعشیانو پر مواضعو تازه هوایي بریدونه د درزاب ولسوالی په سردره سیمه کې ترسره شوي.

د شاهین قول اردو په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې تر ۱۰ زیات وسله وال د بهرنیانو په ګډون وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا، له دې وړاندې هم د داعشیانو پر پټنځایونو افغان او امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه ترسره کړي.

د راپورونو له مخې، په  دغو هوایي بریدونو کې تر اوسه کابو ۷۰ وسله وال وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

د اسلامي دولت نومې ترهګرې ډلې په ګډون د دولت ضد وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند وسله والو په وروستیو کې هڅې کوي تر څو د هېواد په شمالي ولایاتو کې خپل فعالیتونه زیاتې کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyyazqt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته