دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 160640
ټیفا: د انتخاباتو د دقیقې نېټې نه اعلان او په وړاندې یې خنډونو اندېښمن کړي یوو
د افغانستان د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه او سیاسي ګوندونه وايي، د انتخاباتو د دقیقې نېټې نه اعلان او په وړاندې یې ګڼو خنډونو اندېښمن کړي دي.
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وايي، خلک او سیاسي ګوندونه د انتخاباتو ځنډ، د رأيې ورکولو د مرکزونو د امنیت، د استخدام غیر شفافې پروسې او د ګوندونو د څار کمې ونډې اندېښمن کړي دي.
دغه بنسټ چې د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د وري په ۶ مه» يي د هېواد د بېلابېلو ګوندونو له استازو سره ګډه خبري غونډه لرله، وايي چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته په کار ده چې له دغه وضعیته د وتلو لپاره مسلکي چلند وکړي.
 
د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده وايي، که مسلکي چلند ونشي، په روان کال کې د شفافو انتخاباتو تر سره کېدل ناشوني دي.
نوموړی زیاتوي:
"د دې تر څنګ چې دوی د انتخاباتو د تر سره کېدو شعار ورکوي، باید عملاً زمینې او سرچینې هم برابرې کړي چې کار تر سره او مونږ له دغې سرګردانۍ ووځو، مونږ اندېښمن یوو او باور نه لرو چې په روان وضعیت کې سږ کال د منلو وړ او شفاف انتخابات ولرو."
دا په داسې حال کې ده چې د پخوانۍ اعلان شوې نېټې له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات باید د روان کال د سرطان د میاشتې په ۱۶ مه تر سره شي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا تېره میاشت وویل، د تخنیکي او تدارکاتي ستونزو له امله دا انتخابات په لږ ځنډ سره تر سره کېږي.
په انتخاباتو د څار بنسټونه له دې ډلې ټيفا وايي، انتخابات ځکه ځنډېدلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو کارونو، باور جوړونې، مقرریو او ګڼو نورو برخو کې پاتې راغلی دی.
 
خو د دغه کمېسیون یوه غړي معاذالله دولتي وايي، د انتخاباتو لپاره زیات کار شوی او ډېر ژر به یې دقیقه نېټه هم اعلان شي.
ښاغلي دولتي وویل:
"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د یوه رښتیني تاریخ د اعلان په لټه کې دی، ټول کارونه یو په بل پسې تر سره کېږي، مونږ به دا ټول کارونه ډېر ژر له خپلو انتخاباتي شریکانو سره شریک او ورسره به د انتخاباتو د تر سره کېدو یوه نېټه هم اعلان کړو."
خو د انتخاباتو د پروسې ناظر جانداد سپین غر وايي، د انتخاباتو لپاره نه حکومت او نه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لازم کارونه کړي دي.
ښاغلی سپین غر وايي، د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د روان پڅ بهیر په اړه د سیاسي ګوندونو عامو خلکو او په انتخاباتو د څار د ځينو بنسټونو د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره باید د کمېسیون له خوا جدي کارونه تر سره شي.
 
https://avapress.com/vdcc0xqsx2bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته