دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 163286
له حکمتیار سره د لفظي شخړو د اوازو په اړه د محمد محقق غبرګون
د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجی محمد محقق هغه اوازې رد کړی چې ګواکې د ده او حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ لفظي شخړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د برښنایي تذکرو پر سر د حکمتیار او محقق ترمنځ لفظي شخړې رامنځته شوې ده.
خو د اجرائیه ریاست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، تائید کړه چې ښاغلي محقق د حکمتیار په ګډون له یو شمېر سیاسي مشرانو سره د راتلونکو ټاکنو په اړه لیدلی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې هغه راپورونه حقیقت نه لري چې ګواکې د دواړو مشرانو ترمنځ د برښنایي تذکرو پر سر لفظي شخړه شوې ده.
له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګواکې د لفظي شخړې په پایله کې ښاغلي محقق له غونډه پریښودلی و.
خو د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال دفتر وایي، ښاغلي محقق په یوه بل مهم غونډه کې د ګډون په موخه له غونډې څخه وتلی و.
دا په داسې حال کې ده چې د برښنایي تذکرو د وېش بهیر پر سر د ځینو سیاسي کړیو ترمنځ لا هم اختلافات وجود لري.
د برښنایي تذکرو د وېش بهیر تېره اوونی په رسمي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانیستل شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwfb80rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته