دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 174717
ټاکنو خپلواک کمیسیون: ښایی ولسمشریز ټاکنې راتلونکي تلې ترمیاشت پوری وځنډول شی
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د راتلونکې کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهالویش کار روان دی او ولسمشری ټاکنې ښایي د راتلونکي کال د تلې تر میاشت پورې وځنډول شي.

د دې کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وایي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ټاکنو په اړه پر ځینې طرحې کار کوي، چې له مخې به یې ولسمشریزې ټاکنې، د غزني د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۲ مه نیټه ترسره شي.
نوموړی زیاته کړه، چې د ټاکنو د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو پر طرحه هم غور کوي.
ټاکل شوې وه چې د راتلونکي کال ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱ مه نیټه ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdccs0qsm2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته