دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 179156
د مقر ولسوالۍ پر پولیسو د ځینو موټر چلوونکو ادعاوي مغرضانه او ناسم دي
دا شکایتونه داسي مهال خپاره شوي چې پر یاده لار هره ورځ سلګونه نور باروړونکي موټر هم تګ راتګ کوي، چې تراوسه یې د پولیسو له چلند څخه هیڅ راز شکایت ندی کړی.
له تیرو څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې د کابل ـ کندهار د لویې لاري د ۳۰۳ ډوله موټرو د ځینو چلوونکو، چې سوداګریز توکي لیږدوي داسي کلیپونه خپاره شوي چې هغوی پکي د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ له پولیسو څخه د پیسو د اخیستلو شکایت کوي.
دا شکایتونه داسي مهال خپاره شوي چې پر یاده لار هره ورځ سلګونه نور باروړونکي موټر هم تګ راتګ کوي، چې تراوسه یې د پولیسو له چلند څخه هیڅ راز شکایت ندی کړی. 
د غزني والي وحیدالله کلیمزي د دغو کلیپونو او شکایتونو تر اوریدو وروسته په عاجله توګه د یادو ادعاوو په تړاو د پلټنو امر وکړ، چې په پایله کې یې په ډاګه شوه چې د مقر ولسوالۍ پولیسو څو ورځي مخکي یو ۳۰۳ ډوله موټر چې پکي بي جوازه درمل بار وو درولی دی.
د یاد موټر له درولو سره سم د دوو نورو ۳۰۳ ډوله موټرو چلوونکي چې هم مهاله به یې درول شوي موټر سره پر دغه لاره سفر کاوه د احتجاج په توګه خپل موټر درولي او د هغه موټر د پریښودلو غوښتنه یې کوله چې غیر قانوني او بي جوازه درمل پکي بار وو.
نیول شوی موټر تیره ورځ له مقر څخه مرکز غزني ته را انتقال او پکي بار درمل د قانوني اسنادو تر راوړلو پوري مهرلاک شول.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceno8zpjh8fzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته