دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۵
د مطلب کود : 181709
بادغیس ولایت کې ۱۳۱ تنه افغان سرتیرو د سختو جګړو وروسته ترکمنستان ته اوښتي دي
د باغیس ځایي چارواکي وایي، پرون یکشنبه د کب میاشتې په ۲۶ مه د دې ولایت د موریچاق په سیمه کې ۱۳۱ افغان سرتیرو د نا امنیو د زیاتیدو له امله خپلې پوستې پریښې دي او د ترکمنستان خاورې ته ور ننوتي دي.

چارواکي زیاتوي چې دغه سر تیري د یوه سرحدي کنډک په اړنده پوستو کې ځای پر ځای وو چې د جګړې د شدت له امله، له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره له افغان پولې څخه د ترکمنستان خاورې ته ور اوښتي دي.
د بادغیس د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې دغه سرتیري، د خوندیتوب په موخه د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو په همغږۍ د ترکمنستان خاورې ته ور ننوتي دي.
راپورونه وایي چې له دغو پوستو څخه ۳۱ تنه سرحدي پولیس پرون د سیمې د خلکو په منځګړیتوب د پوستو تر پریښودلو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbg8b89rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته