دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 183348
حنیف اتمر وایي، د سولې مشورتي جرګې په ناسته کې ګډون نه کوي
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د یوې اعلامیې په خپرولو اعلان کړی چې، د سولې مشورتي جرګې د ناستې په اړه له دوی سره مشوره نده شوې او پدې ناسته کې ګډون نه کوي.
د سولې او اعتدال ټیم وایي چې، د سولې مشورتې جرګې په اړه له دوی هیڅ مشوره نده شوې او زیاتوي چې دا جرګه چې د ملي ترکیب واقعي استازولي نه شي کولای.
په علامیه کې راغلي: «مونږ له حکومت نه غوښتنه وکړه چې، د دې جرګې د موخې، اجنډا، د جرګې د جوړښت او اعضاو او همدارنګه د هیواد د سیاسي حالت په اړه مشورې وکړي تر څو د داسې پروسې مشروعیت تامین شي.»
په اوسنیو شرایطو کې مونږ باور لرو چې، دا بهیر چې په اړه یې د مطرحو سیاسي، ملي او ولسي جریانونو سره مشوره نه ده شوې، نشي کولی د یوې لویې واقعي جرګې تضمین وکړي ځکه چې د لویو جرګو د مشروعیت اصلي اصل مشوره تشکیلوي کوم چې په مستقیم ډول یې په اغیزمنتیا او پایلو اغیزه لري.
دا په داسې حال کې دي چې د اجراییه ریس تر مشرۍ لاندې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم پرون اعلان وکړ چې د سولې په مشورتې جرگه کې برخه نه اخلي ‎ځکه چې په وینا یې له دوی سره د یادې مشورتي ناستې په اړه نه د یوې سیاسي حزب په توګه او نه هم د حکومت په سطحه مشوره شوې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc01qs42bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته