دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 188229
ناټو: نن سهار په افغانستان کې یو امریکایی عسکر وژل شوی
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت( ناټو) ځواکونو له رسنیز دفتره په خپره شوې اعلامیه کې نن سهار په افغانستان کې د یوه امریکایي عسکر د وژل کیدو خبر ور کړل شوی دی.

په هېواد کې میشت ناټو ځواکونو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د دې امریکایي عسکر د وژل کیدو پیښه تائید کړې خو د ځای او څرنګوالي په اړه یې نور څه نه دي ویلي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې تر ۲۴ ساعتونو پورې د دې وژل شوي امریکایي عسکر نوم نه خپریږي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د دې وژل شوي سرتیري نوم به له ۲۴ ساعتونو وروسته خپور شي.
وسله والو طالبانو په ځانګړې ډول د دې امریکایي عسکر د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي خو د باګرام په هوایي ډګر یې د را کیټونو د ور توغولو ادعا کړې ده.
https://avapress.com/vdcf0cdy1w6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته