دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 211594
سرچینې: ټاکل شوې د افغانانو ترمنځ خبرې په قطر کې وشي
طالبانو ته نږدې شرچینې وايي چې لومړنۍ هوکړې د دې ښودنه کوي چې ټاکل شوې د افغانانو خپلمنځي خبرې په قطر کې وشي.

که څه هم دغه سرچینې د دغو خبرو د کره نېټې په اړه څه نه وايي، خو ټینګار کوي هوکړه شوې چې د دغې غونډې له ترسراوي مخکې به د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي شي.
د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر آغا وايي:«په ډېر قومي احتمال سره خبرې به په قطر کې ترسره شي او امریکایان هم په دې باور دي چې د دغو خبرو اترو څخه مخکې پنځه زره طالب بندیان دې ازاد شي.»
دا په داسې حال کې ده چې  د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل سفر تازه لړۍ قطر،پاکستان او افغانستان ته پيل کړې ده.
بل خوا طالبان د یو لړ تصویرونو په خپرولو سره وایي چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې د دې ډلې جنګیالیو ته له امریکا سره د سولې د هوکړه لیک د څرنګوالي په تړاو د پوهاوي بهیر پېل کړی دی.
خو دې ډلې څرګنده کړې نه ده چې دا بهیر په کومو سیمو کې پیل شوی دی.
 
د طالبانو یو له قومندانانو په دې اړه وايي:«د اسلام هغو دښمنانو چې ویلي یې وو چې طالبان له غارونو وباسو او طالبانو ته د هغوی حقونه هم نه ورکوو، اوس له طالبانو سره په یوه مېز ناست دي او د طالبانو غوښتنې مني.»
افغان حکومت وایي چې کابل د افغانانو تر منځ خبرو کې د ګډون لپاره چمتو دی.
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګندوي:«افغان حکومت په دې برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي او مرکچي پلاوی خبرو ته چمتو دی.»
طالبانو ویلي دي چې د بین الافغاني خبرو پېلېدل د دې ډلې د پنځه زره بندیانو په خوشي کولو پورې تړلي دي.
د غزني پخوانی والي موسی خان اکبر زاده وايي:«پنځه زره بندیان باید ازاد شي او باید بې غوري ونه شي او دواړه لوري باید افغانان ازاد کړي.»
طالبان وایي چې د افغان حکومت د زرو تنو هغو زندانیانو له ډلې چې پر خوشي کېدو یې هوکړې شوي ده؛ تر اوسه یې ۴۵۱ بندیان خوشي کړي دي او افغان حکومت ۲۷۱۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو خبره کوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchwznik23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته