دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 218311
اروپايي ټولنې او کاناډا له طالبانو د فوري اوربند غوښتنه وکړه
اروپايي ټولنې او کاناډا په يوه ګډه اعلاميه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې له کوم قيد او شرط پرته اوربند ومني.
د دغه ټولنې او کاناډا له لوري په ګډه اعلاميه کې راغلي چې د سولې له رامنځته شوي تاريخي فرصت دې ګته واخيستل شي او ژر تر ژره دې خبرې پيل شي.
اروپايي ټولنې او کاناډا په دغه اعلاميه کې يو ځل بيا ژمنه کړې چې له افغانستان سره په خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دوی د سولې پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د ښځو او بشر حقونو ته درناوی وکړي.
په دې اعلاميه کې دغه راز له ټولو سياسي اړخونو غوښتنه شوې چې د سولې بهير په بریالي کولو کې مرسته وکړي.
اروپايي ټولنې او کاناډا ټينګار کړی چې نور د سولې خبرو ځنډولو ته هېڅ پلمه نه ده پاتې او ژر تر ژره دې بين‌الافغاني خبرې پيل شي.
اروپايي ټولنې د افغان حکومت له لوري د څه باندې ۵ زرو طالب بنديانو خوشي کول ستايلي دي او هغه يې سولې ته د افغان حکومت د ژمنتیا بېلګه بللې ده.
له بل لوري افغان حکومت د اروپايي ټولنې د دغه اعلاميې هرکلی کړی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي پر خپل ټوېټر ليکلي، اوس د طالبانو وار دی چې رامخکې شي او د سولې خبرو کې ګډون وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8wb58rhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته