دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 253573
په عین الاسد کې د امریکا پوځي اډه باندي راکټي بریدونو شوي
عراقي سرچینې وايي، په عراق کې د عین الاسد په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډې څو راکټونه توغول شوي چې د څو چاودنو غږونه یې اوریدلي دي.
ځینو عراقی رسنیو نن سهار خبر ورکړی، چې د انبار ولایت په عین الاسد سیمه کې د امریکایی ځواکونو په اډه کې د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د البغدادي ولسوالۍ په الساحل سیمه کې د امریکايي ځواکونو په اډې کې دننه اور لګېدلی دی.

د رپوټ له مخې، امريکايي ځواکونو د بغداد په لوېديځ کې د عين الاسد په سيمه کې خپلې پوځي اډې ته د ننوتو دروازې د دې اډې په سوېل کې تر بمبارولو وروسته بندې کړې دي.

عراقي سرچینې څو دقیقې وروسته لیکلي: د عین الاسد پر اډې له برید وروسته د امریکا بې پیلوټه الوتکو او چورلکو د البغدادي ولسوالۍ ته الوتنې وکړې.

صابرین نیور هم راپور ورکړی چې یوه افغان غږ خبری آژانسکس الوتکه او بله جاسوسي الوتکه د الحشد الشعبي په اډه کې ګزمه کوله.
 
https://avapress.com/vdca0enue49nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته