دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 254307
په هرات کې د نشه يي توکو دوې فابریکې نیول شوې
د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو د هرات ښار په ۱۲مه ناحیه او د اوبې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو دوه کارخانې ونیولې.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د اسلامی امارت امنیتی او کشفی موظفینو د هرات ښار د ۱۲مې ناحیې او اوبې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه یی توکو دوه کارخانې نیولی دی.
 
د هرات امنیه قوماندانۍ د چهار شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ۱۲مې ناحیې اړوند د سید مختار په سیمه کې د نشه يي توکو یوه شیشه فابریکه کشف کړې ده.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له دغې فابریکې څخه شاوخوا ۱۰۰۰ کیلوګرامه د "اومان" بوټي، چې د شیشې (امفیتامین) په تولید کې ترې کار اخیستل کېده، نیول شوي دي.
 
په همدې حال کې په اوبې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د اومو موادو يوه کارخانه کشف او له منځه وړل شوې ده.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: امنيتي او کشفي ځواکونو د اوبې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د اومو موادو د توليد يوه بله فابريکه کشف او له منځه يوړه.
 
د یادو قضیو په تړاو اته تنه نیول شوي دي.
 
د اسلامي امارت مبارزه وروسته له هغه پیل شوه چې د دې ډلې مشرتابه د روان کال د پسرلي په لومړیو کې د نشه یي توکو په کښت او نیولو بندیز ولګاوه.
 
https://avapress.com/vdcgzt9xuak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته