دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 257815
د ناټو د ځواکونو له خوا د هېواد د هوايي ډګر ۷۰ سلنه تاسیسات ویجاړ شوي دي
د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، ناټو ځواکونو له افغانستانه د وتلو پر مهال د هوايي ډګر ۷۰ سلنه تاسیسات له منځه وړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي کنفرانس نن دوشنبه (سنبلي ۷) د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شو.
 
دترانسپورت او ملکي هوايي چلند سرپرست وزير مولوي حميدالله اخندزاده په دې کنفرانس کې وويل: دکابل نړيوال هوايي ډګر دناټو او امريکايي ځواکونو له خوا ويجاړ شوى و چې دترانسپورت او هوايي چلند وزارت د داخلي کارکوونکو او دقطر ترمنځ دتخنيکي همکاريو په مرسته بيا فعال شو.
 
ده زياته کړه: د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د مليونونو ډالرو په ارزښت تجهيزات او تاسيسات د بهرنيو ځواکونو له خوا ويجاړ شوي دي.
 
آخندزاده زياته کړه، چې د مزارشريف نړيوال هوايي ډګر هم د ازبکستان د تخنيکي ټيم په همکارۍ بېرته فعال شو.
 
د هغه په ​​وينا، په تېر کال کې له هوايي ډګرونو څخه ٣٢٤٣ کورني او بهرني الوتنې ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې ٣٦٩٦٣١ مسافر لېږدول شوي دي.
 
حميدالله اخندزاده زياته کړه، چې په تېر کال کې ٩٢٧ د سړکونو ترانسپورتي شرکتونه او ٢٠ زره ترانسپورتي وسايط د دغه وزارت په ډيټابيس کې ثبت شوي دي.
 
دترانسپورت او هوايي چلند وزارت عملياتي مرستيال غلام جيلاني وفا هم په دې کنفرانس کې وويل: د هېواد په نړيوالو هوايي ډګرونو کې د معياري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د هوايي چلند د امنيت او د ځمکني سمبالښت د خدمتونو په برخه کې دوه لويې پروژې پرانستل شوې.
 
هغه زياته کړه، چې د يادو قراردادونو له لارې نږدې ٩٠٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
 
د ښاغلي وفا په وینا، په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د اریانا هوايي شرکت د ایربس A310-300 الوتکو بشپړونکي سي چیک په ۲۸ کاري ورځو کې په هېواد کې دننه ترسره شو.
 
په دې کنفرانس کې د هوايي چلند د خوندیتوب د پالیسۍ او څارنې وزیر د "اسلامي شریعت او نړیوالو او ملي معیارونو" سره سم د سړکونو د ترانسپورت د مقرراتو د قانون تعدیل اعلان کړ او ویې ویل چې په دې برخه کې نوي مقررات طرح او ترتیب شوي دي.
 
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مالي او اداري معین انجنیر حافظ صدیق الله عابد د حساب ورکولو په کلني پروګرام کې وویل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به ډېر ژر د جلال اباد – پېښور او کندهار – کوټې پر لاره د بسونو خدمات پیل شي.
 
همدارنګه د دغه وزارت عملیاتي مرستیال ټینګار وکړ چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د هوايي ډګر ۷۰ سلنه تاسیسات د بهرنیانو او یا هم د «متعصبو کسانو» له خوا ویجاړ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdf50xkyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته