دخپریدو نیټه :شنبه ۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 259247
اوکراین له ناټو سره د یوځای کېدو د بهیر د چټکولو غوښتنه وکړه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شمالي اتلانتیک د تړون په سازمان (ناټو) کې د خپل هیواد د الحاق د چټکتیا غوښتنه وکړه. دده په اند؛ دا د اوکراین له خاورې څخه د روسي ځواکونو د وتلو یوازینۍ حل لاره ده.
افغان غږ خبری آژانس: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ (د میزان ۸ مه) په خپله وینا کې وویل چې د اشغالګرو د وتلو د حل لاره دا ده چې د اوکرایین پیاوړې او سوله ټینګه شي.
 
زیلینسکي زیاته کړه: روسیه غواړي هغه څه غلا کړي چې له دغه هیواد سره تړاو نه لري.
 
هغه د اوکراين هغو څلورو سيمو ته اشاره وکړه چې له روسيې سره د يوځاى کېدو لپاره په زوره ټولپوښتنه پيل شوې وه.
 
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون یو سند لاسلیک کړ چې له مخې یې د اوکراین څلور سیمې له مسکو سره یوځای کېږي.
https://avapress.com/vdceeo8wfjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته