دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 259729
پوتین لویدیځ د اسلامي امارت د مخالفینو په ملاتړ تورن کړ
د روسیې ولسمشر ویلي دي چې د امریکا او بریتانیې پټې ادارې د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ کوي او هغوی هڅوي چې د منځنۍ اسیا پر لور راکټي بریدونه وکړي. پوتین دا غوښتنه هم کړې چې امریکا دې له اسلامي امارت سره د اړیکو ساتلو په ترڅ کې افغانستان ته تاوان ورکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې لویدیځ پټې ادارې په ځانګړې توګه امریکا او انګلستان د اسلامي امارت د مخالفو ډلو ملاتړ کوي او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو پر سرحدي سیمو راکټي بریدونو ته هڅوي.
 
هغه زیاته کړه: موږ په دې اړوند له خطرونو او ګواښونو خبر یو او له همدې امله د اسلامي امارت له رهبرۍ سره اړیکي ټینګوو.
 
د روسیې ولسمشر په دې خبرې سره چې افغانستان په سیمه کې تر ټولو جدي امنیتي ننګونه ده، زیاته کړه چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د بیا تکرار مخنیوی زموږ په ګټه دی.
 
نوموړي افغانستان ته د امریکا او ناټو د تاوان د ورکړې په غوښتنه د دغه هېواد د شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
 
پوتین ټینګار وکړ: "په افغانستان کې د وضعیت د عادي کولو لپاره، موږ باید په طبیعي توګه د دې هیواد د اقتصادي بیارغونې سره مرسته وکړو." خو تر هر څه پورته موږ د اشغال په کلونو کې افغانانو ته د تاوان په ورکولو او په ناقانونه توګه د غصب شویو افغانانو د شتمنیو په خلاصولو ټینګار کوو.
 
باید وویل شي چې روسیه یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ترکیه کې د علماوو په کنفرانس کې ویلي چې د امریکا ستونزه له اسلام سره ده؛ د دوی ستونزه له موږ سره نه ده، ستونزه له خالص سیاسي اسلام سره ده.
 
https://avapress.com/vdcj8he8huqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته