دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 260010
په کابل کې د داعش د پټنځای له منځه وړل؛ د کج پر ښوونځي د برید عاملین ووژل شول
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل په ختیځ کې د داعش پر یوه پټنځای د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په اړه خبر ورکوي او وايي چې په دې عملیاتو کې د داعش دوه غړي نیول شوي او د برید کوونکو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي. د کج ښوونځی
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې په کابل کې د داعش پر پټنځای د عملیاتو په اړه اعلان کړی او ویلي یې دي چې دغه عملیات تېره شپه (جمعه د میزان ۲۹) په کابل کې ترسره شوي دي.
 
د مجاهد په خبره، په دې عملیاتو کې دوه داعش وسله وال نیول شوي او شپږ نور وژل شوي دي.
 
مجاهد زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې یوه اندازه کلاشینکوف ډوله وسلې او مهمات، لاسي بمونه، ناچاوده توکي او یو کرولا ډوله موټر د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 
د حکومت د ویاند په خبره، دغو داعش وسله والو د وزیر اکبر خان جومات، د کابل په لوېدیځ کې د کج پوهنې او په یو شمېر نورو ملکي سیمو کې د چاودنو په ګډون په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
 
مجاهد په دوام وویل چې په دې عملیاتو کې د اسلامي امارت یو عسکر وژل شوی او بل ټپي دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته داعش د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پر جوماتونو او ښوونځيو په وروستيو بريدونو کې لاس درلود.
https://avapress.com/vdcez78w7jh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته