دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۱
د مطلب کود : 260912
د فوټبال نړیوال جام کپ قطر ته رسیدلی دی
د دې ټورنمنټ د ٢٢مې دورې د پېل نه څو ورځې وړاندې د نړيوال جام سيالۍ کپ د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېدې.
افغان غږ خبری آژانس: د نړۍ له ۵۰ هېوادونو او سیمو څخه تر تېرېدو وروسته، د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ کپ د قطر و دوحه ته د دغه ټورنمنټ د ۲۲مې دورې له پیل څخه څو ورځې وړاندې ورسید.
 
د ۱۹۷۴ کال د فوټبال نړیوال جام کپ د ۱۸ کیراټ سرو زرو څخه جوړ شوی، چې ۳۶.۸ سانتي متره لوړوالی او ۶.۱ کیلو ګرامه وزن لري. دا کپ په ایټالیا کې د Stabilimento Artistico Bertoni لخوا جوړه شوې. د دې جام اوسنی ګټونکی فرانسه ده چې د ۲۰۱۸ نړیوال جام اتله ده.
 
د نارینه وو د فوټبال ۲۲مه نړیواله اتلولۍ به د ۲۰۲۲ کال د نومبر له ۲۰ څخه د ډسمبر تر ۱۸ پورې په قطر کې ترسره شي. دا لومړی نړیوال جام دی چې په مني کې ترسره کیږي.
 
د ایرنا د خبر له مخې، دغه سیالۍ په ۲۰۰۲ کال کې د جنوبي کوریا او جاپان په کوربه توب له نړیوال جام وروسته په اسیا کې د فوټبال دویم نړیوال جام دی او دا به د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د کاناډا، امریکا متحده ایالات او مکسیکو په کوربه توب د نړیوال جام په راتلونکې سیالیو کې چې په ۲۰۲۶ کال کې به ترسره شي، د لوبډلو شمېر به ۴۸ ته لوړ شي.
 
په قطر کې د دوبي د سختې ګرمۍ له امله دا نړیوال جام د نومبر له پای څخه د دسمبر تر نیمایي پورې ترسره کیږي او دا لومړی نړیوال جام دی چې په ټاکلي وخت یعنې جون او جولای کې نه ترسره کیږي. په بل عبارت، دا سیالۍ د لومړي ځل لپاره د شمالي نیمه کرې په ژمي کې ترسره کیږي.
 
همدارنګه د لوبو موده ۲۹ ورځو ته راټیټه شوې ده. د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه به د قطر او اکوادور ترمنځ د الخور ښار په البیت لوبغالي کې ترسره شي.
 
ټاکل شوې ده چې وروستۍ لوبه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۱۸ نیټه د قطر په ملي ورځ ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdcfyxd00w6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته