دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 260921
په بغلان کې د لسو روغتيايي ټيمونو فعاليت پيل شو
د بغلان روغتيايي چارواکي وايي، چې د ٦٠ کارکوونکو په ګډون ١٠ روغتيايي ټيمونو په پلخمري ښار او د دغه ولايت په ٩ ولسواليو کې خپل فعاليت پيل کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: دغو روغتیايي ټیمونو د بنو، تاله، برفک، نور دره، خوست، خانجان، دوشي، فرنګ ولسوالیو او بغلان مرکز پلخمري کې کار پیل کړ.
 
په دې ټیمونو کې د ښځو په ګډون ۶۰ روغتیايي کارکوونکي کار کوي.
 
د بغلان د عامې روغتیا رئیس مسعود احمدي نن دوشنبه ( عقرب ۲۳) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دغه روغتیايي ټیمونه په هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې خلک روغتیايي خدمتونو او کلینیکونو ته لاسرسی نه‎ لري.
 
د هغه په ​​وينا، دغه روغتيايي ډلې به د روان کال تر پايه فعاليت وکړي او د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق له خوا يې مالي ملاتړ کېږي.
 
دبغلان دعامې روغتيا رئيس ټينګار وکړ چې ددغې دوه مياشتنۍ دورې له پاى ته رسيدو وروسته به د مرستندويو موسسو د مالي ملاتړ په صورت کې روغتيايي ټيمونه په دغو سيمو کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي .
 
په همدې حال کې د سړې موسم په رانږدې کېدو سره په هېواد کې د موسمي ناروغیو پېښې زیاتېږي او په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې زیاتېږي.
 
https://avapress.com/vdcf0xd0yw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته