دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 262791
روسیه: اسلامي امارت باید د زده کړو د حقونو په تضمین سره وضعیت سم کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د لوړو زده کړو وزارت د مشر له لوري د نجونو د زده کړو له ځنډولو وروسته ویلي، چې زده کړه له بشري حقونو او آزادیو څخه ده، نو له همدې امله مسکو له اسلامي امارت څخه هیله لري، چې د دې وضعیت د تضمين په برخه کې دې وضعیت سم کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: تیره شپه (جمعه، جدی ۲) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو په اړه یو پیغام خپور کړ او ویې ویل چې روسي لوري له افغان مشرانو څخه هیله کوي چې دغه ستونزه حل کړي.
 
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: په افغانستان کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د خبرونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره مو وویل: د زده کړو حق یو له اساسي بشري حقونو او آزادیو څخه دی او باید له هیچا څخه ونه ایستل شي.
 
د روسیې دیپلوماتیک ماموریت ټینګار وکړ: موږ تمه لرو چې کابل به ډېر ژر د دغه وضعیت د سمولو لپاره لازم اقدامات وکړی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو اعلان وکړ. د لوړو زده کړو وزارت دغه اقدام له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdccoiqis2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته