دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 263085
هند تمه لري چې په افغانستان کې خپلې نیمې بشپړې شوې پروژې بیا پیل کړي
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د هند د ۵۰۰ پروژو کار د بېلابېلو دلایلو له امله ودرول شوی او تمه ده، چې نوی ډیلي به د دغو پروژو د کار د بیا پیلولو پلان په لاس کې واخلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د هند د ۵۰۰ پروژو کار د بېلابېلو دلایلو له امله ودرول شوی او ټاکل شوې چې کار یې بیا پیل شي.
 
بل خوا د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برخه کې پر بېلابېلو وړاندیزونو کار روان دی چې په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت له امله د دغو پروژو پلي کېدل له رکود سره مخامخ شوي دي.
 
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت وايي چې په هېواد کې د نیمګړو پروژو د کار پیل به د کار زمینه برابره کړي او د کورنیو عاید به هم زیات شي.
 
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وویل: د پراختیايي پروژو بیا پیلول د هیواد د اقتصادي ودې او هوساینې لامل ګرځي او د کارموندنې په رامنځته کولو او د بې وزلۍ او بیکارۍ په کمولو کې مهم رول لوبوي.
 
د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمن حبيب هم وايي: د دغو پرمختيايي پروژو څه د پاسه اويا سلنه د ښوونځيو، روغتونونو او روغتيايي کلينيکونو، ليليې او سيمه ييزو موسسو د جوړولو په برخو کې د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې په لرې پرتو کليوالو سيمو کې دي. د استنادي دیوالونو، سړکونو جوړول او د اوبو رسولو د شبکو جوړول، د ورزشي لوبغالو او تفریحي پارکونو جوړول تر پوښښ لاندې نیول شوي دي.
 
له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د هند د پروژو بیا پیلېدل به له سیمې سره د افغانستان اړیکې ښې کړي او د هېوادوالو لپاره به کار پیدا کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د ښار او کور جوړونې وزارت ويلي و، چې نوې ډيلي لېواله ده، چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د خپلو ١٢ نيمګړو پروژو کار بېرته پيل کړي.
 
https://avapress.com/vdcjote8iuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته