دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 263570
ملا برادر: د عربي نړۍ علما باید مسلمانانو ته د افغانستان د وضعیت رښتیني انځور ور وښيي
د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د عربي نړۍ له علماوو سره په کتنه کې وویل، له بده مرغه لوېدیځې رسنۍ د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان سم انځور د نړۍ مسلمانانو وړاندې کړئ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د اقتصادی چارو مرستیال دفتر پرون (جدی ۱۸) اعلان وکړ چې د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر د مصر، سوډان او فلسطین علماوو له یوه پلاوی سره وکتل.
 
ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې وویل چې نړۍ ته د افغانستان د وضعیت ناسم تعبیر وړاندې شوی دی.
 
هغه څرګنده کړه: "له بده مرغه لوېديځې رسنۍ د افغانستان منفي انځور ښيي."
 
ملا برادر د يادو هېوادونو له علماوو وغوښتل، چې د نړۍ مسلمانانو ته د افغانستان د واقعي حالت سم انځور ور وښيي.
 
له بلې خوا د يادو هېوادونو د عالمانو د پلاوي مشر محمد الصغير د امريکا او ناټو د ماتې له امله افغان ملت ته مبارکي وويله او زياته يې کړه: دا بريا نه يوازې د افغانستان بلکې د اسلامي امت لپاره وياړ دى.
 
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه هم په خپل کار دفتر کې د اسلامي نړۍ له مشهورو علماوو سره وکتل.
 
ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان د اسلامي امارت تګلارې ته په اشارې سره وویل: زموږ هدف د شرعي او الهي احکامو پلي کول دي او غواړو چې له خپلو هیوادوالو او مسلمانو هیوادوالو سره د ښه اسلامي ژوند په کولو کې مرسته وکړو.
 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست هم وويل: اوس مهال اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان د لويديځ او ځينو متعصبو هېوادونو له منفي تبليغاتو سره مخامخ دى.
 
په همدې حال کې د علماوو شورا رئیس شیخ ډاکټر محمد الصغیر او د دې بورډ غړو په خپلو ویناوو کې د افغانستان د اسلامي امارت د شل کلن جهاد او مبارزې ستاینه او قدرداني وکړه او ټول ملت ته یې مبارکي وویله.
 
دوی زیاته کړه چې دغه ستره بریا یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د ټول اسلامي امت لپاره ده او وې ویل: افغانستان ته د راغلو لامل دا دی چې اسلامي نظام چې له هغې څخه اغېزمن شوی دی وګورو او په خپلو هېوادونو کې یې تشریح کړو.
 
دغه راز د اسلامي نړۍ د عالمانو په کتنه کې د نړۍ د مسلمانانو پر يووالي ټينګار وکړ او له افغانستان سره يې په بېلابېلو علمي او فرهنګي برخو کې همکاريو ته چمتووالى څرګند کړ.
 
تر دې مخکې د مصر، سوډان او فلسطین د علماوو پلاوي د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست مولوي ندا محمد ندیم سره وکتل او د اسلامي نړۍ د مسایلو او د یووالي او پیوستون پر اړتیا یې خبرې وکړې.
 
https://avapress.com/vdciyparut1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته