دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 263949
په کندهار کې ۹ تنه مجرمینو ته جزا ورکول شو
د کندهار د استيناف محکمې د اعلاميې پر بنسټ، نن (سه شنبه، جدی ٢٧) په احمدشاهي لوبغالي کې د وسايطو د غلا په جرم ٩ تنو مجرمینو ته جزا ورکول شو.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: نن سه شنبه د جدی په ۲۷ مه د استیناف محکمې رئیس مولوي محب الله او مفتي فضل الله عاصم په حضور کې دغو مجرمینو ته د سزا د ورکولو په موخه غونډه جوړه شوه.
 
د کندهار امنيه قوماندان مولوي رحيم الله محمود وويل، چې اسلام د امنيت، ورورولۍ او بښنې دين دى او خداى نه خوښوي، چې څوک دې امنيت ته زيان ورسوي.
 
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت هدف د اسلامي نظام ټینګښت او د شریعت پلي کول دي او اسلامي امارت د شریعت د تطبیق لپاره متحد دی.
 
د کندهار اوسېدونکي امدادالله افغان غږ خبری آژانس ته وويل: په عام محضر کې مجرمينو ته سزا ورکول شرعي حکم دی او په يوه اسلامي ټولنه کې د شرعي احکامو او حدودو پلي کول ډېر ضروري او ښه کار دی.
 
د کندهار یو بل اوسېدونکی احمد فیصل هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دا یو ښه او مناسب عمل دی چې مجرمینو ته په عام محضر کې سزا ورکول کېږي او له دې عمل وروسته دی فکر نه کوي چې څوک به جرم وکړي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې دا نه یوازې شرعي حکم دی، بلکې د ټولنې د اصلاح لپاره به هم ډېر ګټور تمام شي، ځکه په دې سره به د ډېرو جرمونو لکه غلا، تښتونې، رشوت، قتل او داسې نورو مخه ونیول شي، چې اوس مهال په هېواد کې ترسره کېږي.
 
https://avapress.com/vdci5par3t1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته