دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 264871
سیګار: امریکا له افغانستان سره ۸ میلیارده ډالره مرسته کړې
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) ویلي چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره اته میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) د جمعې په ورځ (دلو ۱۴) یو راپور خپور کړ چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره اته میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
 
سیګار د خپل راپور په دوام کې لیکي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه خلک پر نړیوالو خوراکي مرستو متکي دي، خو د ملګرو ملتونو په وینا دا تضمین نشته چې څومره مرستې به اړمنو ته ورسیږي.
 
په راپور کې راغلي چې په ملیاردونو ډالرو نړیوالو مرستو تر یوې اندازې پورې مرسته کړې او تر یوه حده یې په ۲۰۲۲ کال کې د پراخې قحطۍ مخه نیولې ده.
 
سیګار زیاته کړه چې له افغانستان سره د امریکا مرستې که بشردوستانه وي یا بل ډول، ممکن په غیر ارادي ډول اسلامي امارت ته مشروعیت ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر ویلي و، چې له افغانستان سره د شویو مرستو اغېزمنه څارنه اړینه ده.
 
https://avapress.com/vdcd5o0xfyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته