دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 265316
د واورې ورښت له امله د بغلان د درېیو ولسوالیو لارې بندې شوې؛ لسګونه کسان وژغورل شول
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د واورې ورښت له امله د دغه ولایت د خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالیو ترانسپورتي لارې بندې شوې چې له امله یې تر ۵۰ ډېر کسان په دغو لارو بند پاتې وو چې د امنیتي ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس اسدالله مصطفی هاشمی افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د سختې واورې وریدو له امله د خوست ولسوالۍ کوتل "پلفي" چې د بغلان له مرکز سره د درېيو ولسواليو لار تېرېږي، د د دلو ٢١مي، څخه د تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، د يادو ولسواليو اوسېدونکي له غاړي سړک څخه نهرين ولسوالۍ، بيا برکې ولسوالۍ او له برکې سړک څخه پلخمري ته ځي.
 
هغه دغه راز زياته کړه، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د خوست د کوتل پلخمري پر سړک له لسو ډېر موټر او تر ٥٠ ډېر کسان په واورو کې بند پاتې وو، چې د دې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو له خوا وژغورل شوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو واورو ورېدو له امله د بدخشان د ۱۳ ولسوالیو لارې هم تړل شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcizwarqt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته