دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 265332
روسیه او افغانستان د سوداګریزو توکو د تبادلې په اړه تفاهم ته رسیدلي
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې روسیې ته د اسلامي امارت د پلاوي له سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه له روسي چارواکو سره تر بحثونو وروسته، دواړه لوري تفاهم ته ورسیدلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن (یکشنبه، دلو ۲۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې روسیه د افغانستان د یو سوداګریز او اقتصادي شریک په توګه تل د افغانستان خلکو د اړتیا وړ موادو په برابرولو کې همکاري کړې ده.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په افغانستان کې د روسیې د سفیر دیمیتری ژیرنـوف د خبرو هرکلی کړی چې له مخې یې افغانستان ته د تیلو او خوراکي موادو د رسولو د زیاتوالي په اړه خبرې شوي دي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ډاډ ورکړ چې د هېوادوالو لپاره د اړتیا وړ توکو په برابرولو کې به پوره هڅه وکړي.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتری ژیرنـوف له «روسیه ۲۴» تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې دغه هېواد به د سوداګریزو قراردادونو په کارولو سره افغانستان ته د تیلو او خوراکي توکو د صادراتو حجم زیات کړي.
 
په افغانستان کې د روسیې سفیر وايي، په تېر کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۴۰ سلنه زیاته شوې وه.
 
https://avapress.com/vdcgwn9xxak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته