دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 266081
د عامې روغتیا وزارت د سترګو متخصصینو په میدان وردګو کې د څه باندې زرو ناروغانو درملنه وکړه
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د سترګو د متخصصینو یوې ډلې د میدان وردګو ولایت په دریو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۰۰۰ ناروغانو درملنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زیرک ځیرک د باختر خبري آژانس خبریال ته وویل: دغه ټیم له څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د سترګو د ناروغیو د ناروغانو د درملنې پروګرام په لاره اچولی دی. .
 
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس زیاته کړه: تر اوسه د چک ولسوالۍ په روغتون کې د چک، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو د ۱۱۵۵ ناروغانو درملنه شوې ده.
 
نوموړي دا هم ویلي، چې ځینو ناروغانو د نسخې عینکې ترلاسه کړي، ځینو یې عملیات شوي او ځینو یې د اړتیا وړ درمل هم ترلاسه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcivqarzt1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته