دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 266114
په کابل کې د داعش پر پټنځای برید/ د داعش دوه غړي وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تیره شپه د کابل ښار د ۱۷مې حوزې اړوند د «شهرک ذاکرین» په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه داعش وسله وال وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ پیغام کې لیکلي، چې دغه عملیات د یکشنبې په ماښام (کب ۷) د خیرخانې د «شهرک ذاکرین» په سیمه کې ترسره شوي دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې داعش په دغه پټنځای کې د ورانکارو عملیاتو پلان درلود، چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یې مخه ونیول شوه.
 
د مجاهد په وينا، په دغو عملياتو کې دوه ميله کلاشينکوفونه، يو واسکټ او يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
 
ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
 
د یکشنبې په ماښام د کابل ښار له خیرخانې سیمې څخه سرچینو خبر ورکړ چې له دې سیمې یې د څو چاودنو او نښتو غږونه اورېدل.
 
https://avapress.com/vdcfyvd0jw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته