دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 266573
د پاکستان له زندانونو ازاد شوي ۱۴۷ بندیان هېواد ته راستانه شول
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوي ۱۴۷ افغانان د سه شنبې په شپه د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پرون دوشنبه د حوت په ۱۵مه په خپل ټوېټر لیکلي چې د پاکستان له زندانونو ازاد شوي ۱۴۷ افغانان د سه شنبې په شپه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
 
په سپين بولدک کې دکندهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو دسرحدي پوليسو دسرحدي قوماندان په وينا په خوشي شويو کسانو کې ماشومان ، ښځې او د يو بندي جسد شامل دي.
 
د سرچينې په وينا، يو شمېر خوشي شوي کسان چې په بېلابېلو ناروغيو اخته وو، د کندهار ميرويس روغتون ته او نور يې د IOM د دفتر په همکارۍ خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.
 
باید وویل شي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د هڅو او د کډوالو چارو وزارت د پاملرنې په پایله کې تر اوسه څه باندې زر تنه افغان کډوال د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې او هېواد ته لېږدول شوي دي.
https://avapress.com/vdcefp8wxjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته