دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 267023
د عامې روغتیا سرپرست وزیر قطر ته سفر وکړ
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ په هدف د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د روغتیایی خدمتونو د همغږۍ په موخه د یوه پلاوی په مشرۍ قطر ته سفر کړی دی.
 
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پلاوی به د قطر له چارواکو سره د شپږ ورځني سفر په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ، د افغان ډاکټرانو د علمي ظرفیت د لوړولو او له افغانستان سره د روغتیايي مرستو په اړه خبرې وکړي. .
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د سرطان د درملنې د انستیتیوت د ظرفیت د لوړولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د روغتیايي همکاریو د غوښتنې په هدف د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر کړي وو.
 
https://avapress.com/vdcf0ed0mw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته