دخپریدو نیټه :جمعه ۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 267289
په غزني ولایت کې سخته واوره ورېدلې/ په ځینو سیمو کې د واورې اندازه تر ۳۰ سانتي مترو پورې رسېدلې ده
د غزني ولایت د یو شمېر کلیو اوسېدونکي د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د درنو واورو د ورېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د غزني د جاغوریو د المتو سیمې اوسیدونکي محمد حکیم افضلي افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې له تیرې شپې راهیسې د جاغوري په المتو او یو شمیر نورو سیمو کې واوره وریږي او لا هم دوام لري.
 
د هغه په ​​وينا، د غزني په ناور او چغتيو ولسواليو کې سخته واوره ورېدلې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د غزني په مرکز کې هم له پرون مازيګر له څلورو بجو راهيسې سخت اورښت پيل شوى او دوام لري.
 
د غزني ښاريان د پسرلني اورښتونو له امله خوښ دي او د ځمکې لاندې اوبو د زياتوالي لپاره ګټور بولي.
 
د غزني یوه اوسېدونکي محمد جمعه په دې اړه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په پسرلي کې ځمکه لنده وي او کله چې باران وریږي، د ځمکې له خوا جذبیږي او د اوبو د زیاتوالي او د واښو د ودې لپاره خورا ګټور تمامیږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې د غزني په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې د سېلابونو او تیزو بادونو سره د سختو بارانونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
 
د يادونې ده، چې د هېواد په سوېل کې اورښت دوام لري او د ورښتونو او سېلابونو له امله د کندهار- هرات لويه لار د څه مودې لپاره تړل شوې وه.
https://avapress.com/vdcjoae8huqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته