دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 268112
د افغانستان او ایران ترمنځ هر کال له یو میلیارد ډالرو څخه زیاته سوداګري کېږي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتې شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو په وینا، د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګری څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسیږی.
 
د دوی په وینا، د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ترانزیت له لارې د سوداګرۍ او ګډې پانګونې تمایل هم ورځ په ورځ پراخیږي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ټینګار کړی چې ایران په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز شریک دی.
 
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هم ویلي، چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅه کوي.
 
د یادولو وړ ده چې د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو کلونو کې له افغانستان سره ژورې سوداګریزې، کلتوري او سیاسي اړیکې لري.
 
https://avapress.com/vdcfycd00w6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته