دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 268822
د لویدیځې غاړې په جنوب کښې د صهیونیسټی پوځیانو په حملې کښې په لسګونو کسان ژوبل شوي
صهیونیسټی پوځیانو د لویدیځې غاړې په جنوب کښې د حبرون په شمال کښې د بیت عمرو په ښارګوټی حمله وکړه او په لسګونو فلسطینیان یې ژوبل کړل.
افغان غږ خبری آژانس - نړیوال خدمتګار: صهیونیسټان هره ورځ د فلسطین په مختلفو سیمو حملې کوی او فلسطینیان شهیدانوی، ژوبلوی او یا یې بندیان کړی او زندانونو ته یې لیږی.
 
د یاران پریس د راپور له مخې صهیونیسټی پوځیانو په هغو فلسطینی ځوانانو چې له هغوی سره په جګړه بوخت وو اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه چې په نتیجه کښې یې په لسګونو کسان ژوبل شول.
 
همداشان صهیونیسټي پوځیانو د جنین په لویدیځ کښې د بیرغ د دیوال په څنګ کښې یو دولس کلن ځوان په ډزو وواژه چې په نتیجه کښې دغه ځوان ژوبل شو.
 
صهیونیسټی پوځیانو دغه راز د بیت المقدس په سیلوان ښارګوټی کښې د «بتون الهاوی» په سیمه کښې له فلسطینی ځوانانو سره نښتې وکړې.
 
د فلسطین سرې میاشتې د پنجشنبې په شپه اعلان وکړ چې په لویدیځه غاړه کې په نښتو کې ۵۵ تنه ټپیان شوي دي.
 
په نیواکګرو سیمو په تیره بیا په لویدیځه غاړه کښې په دې ورځو کښې حالات ډیر ځانګړی دی او فلسطینیان د صهیونیسټانو د بې شمیره جنایتونو په وړاندې په هرډول اقدام سره ځواب ورکوی او دغه کار د غاصب صهیونیسټانو لپاره ځانګړی شرایط رامینځته کړی دی .
 
له دې مخکې صهیونیسټانو یوازې د نیواکګرو سیمو په جنوب او د غزې په سیمه کښې له فلسطینیانو سره ملګرتیا کوله خو اوس د فلسطین په ختیځ کښې لویدیځه غاړه د وسله والو ځوانانو په شتون سره د صهیونیسټانو په پټنځای بدله شوې ده .
https://avapress.com/vdcdxj0xxyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته