دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 269027
په کندهار کې د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۲۴ تنه مړه او ټپیان شوي دي
د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۲۴ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار ولایت د والی ویاند حاجی زید وایی، د کندهار - کابل پر لویه لار په دامان ولسوالۍ کې یو لوی مسافر وړونکی موټر چپه شوی دی.
 
د دغه ځايي چارواکي په وينا، په دې پېښه کې ۱۸ تنه ټپيان شوي او ۶ تنه نور وژل شوي او د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
 
د کندهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر محمد حقبین هم وايي، چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو لوی مسافر وړونکی ۴۰۴ ډوله موټر له کابل څخه کندهار ته روان و، چپه شوی دی. د دغې پيښې ټپيان او وژل شوي کسان د ميروس حوزوي روغتون د امبولانس په واسطه دغه روغتون ته ليږدول شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد پر واټونو د ترافيکي پېښو پېښې د موټر چلوونکو بې احتياطي، د سړکونو تنګوالي او خرابوالي او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول بلل کېږي، چې وخت په وخت قرباني اخلي.
 
https://avapress.com/vdcb59b5zrhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته