دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 269590
په غزني ولایت کې له څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام د دغه ولایت په مالستان ولسوالۍ کې له ۱۵۲۵ اړمنو کورنیو سره ۳۷۰۰ افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست نن د ثور په ۱۷ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې د دغه ولایت د مالستان ولسوالۍ پر اوسېدونکو وېشل شوې دي.
 
ويل کيږي چې دا دويم ځل دى چې د غزني ولايت د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي د نړيوالې ټولنې له مرستو څخه برخمن کېږي.
 
تر دې وړاندې په مالستان کې ۱۰۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شوي وو.
 
دا مرستې په داسې حال کې ورکول کېږي چې د غزني ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د بشري مرستو له ناسم وېش څخه شکایت کوي.
 
په همدې حال کې د خوړو نړیوال سازمان او د سرې میاشتې ټولنې په تېرو څو ورځو کې په فراه او نیمروز ولایتونو کې پر څه باندې ۲۴۰۰ کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په افغانستان کې له اړمنو کورنيو سره د پيسو او خوراکي توکو وېش د نړيوالو مرستندويه موسسو لويه مرسته ده.
 
https://avapress.com/vdcgyy9xzak93n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته