دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 269670
په کندهار کې د حج فریضې د ادا کولو لپاره د شهیدانو او معلولینو د کورنیو ترمنځ قرعه کشۍ وشوه
د حج د مراسمو د ترسره کولو په موخه نن دوشنبه (ثور ۱۸) په کندهار ښار کې د شهیدانو او معلولینو ریاست له لوري په دغه ولایت کې د شهیدانو او معلولینو د کورنیو ترمنځ د قرعه کشۍ پروګرام په لاره واچول شو او ۳۷ تنه د لاټرۍ په ګټلو بریالي شول.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار د معلولینو او شهیدانو د چارو رئیس مولوی محمد طاهر افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د افغانستان خلک د حج د مراسمو لپاره کمه سهمیه لری، نو د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره کلونه انتظار باسی، د دې ستونزې د حل لپاره مو د کندهار د معلولینو او شهیدانو د کورنیو لپاره د لاټرۍ پروګرام پیل کړ.
 
هغه زياته کړه: په کندهار کې د معلولينو او شهيدانو له ډلې څخه ٣٧ کورنۍ چې دغه قرعه کشي يې ګټلې، کولاى شي چې د سږ کال د حج په مراسمو کې له کومې صبر پرته ګډون وکړي، خو لګښتونه به يې په خپله غاړه اخلي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې په دې پروسه کې د پوره روڼتیا څخه د کار اخیستو په موخه دوه اونۍ وړاندې ټولو ادارو ته دنده سپارل شوې وه، چې په شرایطو برابر کسان خبر کړي، تر څو اړونده ریاست ته عریضه وکړي او په لاټرۍ کې د ګډون په موخه نوم لیکنه وکړي.
 
د حج د لاټری ګټونکی عاصی محمد افغان غږ خبری آژانس ته وویل: زه د هغو شهیدانو وارث یم چې له امریکایانو سره په جګړه کې وژل شوی دی او ډیر خوشحاله یم چې نن مې د حج لاټری وګټله.
 
هغه زیاته کړه: ما دوه اونۍ وړاندې په دې لاټرۍ کې د ګډون لپاره درخواست وکړ او وتوانیدم چې وګټم.
 
د دې لاټرۍ یو بل ګټونکي ملا محمد خان د شهیدانو او معلولینو له ریاست څخه مننه وکړه او افغان غږ خبری آژانس ته یې وویل: زه د یوه شهید ورور یم او ورور مې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ په کمپنۍ سیمه کې د امریکایانو لخوا په شهادت ورسید.
 
هغه زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو له ریاست څخه ډیره مننه کوم چې د کندهار د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته یې د حج د مراسمو د ادا کولو زمینه برابره کړه.
 
  هغه له مسوولینو وغوښتل، چې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د هغو شهیدانو او معلولینو کورنۍ چې د هېواد د آزادۍ په لاره کې یې خپل ژوند او یا پښې له لاسه ورکړي، هېر نه کړي.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان خلک د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره یوه کوچنۍ سهمیه لري او هیوادوال باید د دې مراسمو د ترسره کولو لپاره له یو څخه تر دریو کلونو پورې انتظار وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfe1d0xw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته