دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 270017
یوې نسبتاً زورورې زلزلې پکتیکا ولایت ولړزاوه
د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، نن سهار په ګیان ولسوالۍ او شاوخوا ولسوالیو کې د ریښتر په کچه ۴،۳ درجې زلزله شوې ده. چارواکو د دغې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وايي چې دغه زلزله نن سهار د ثور په ۲۴ مه په ګیان ولسوالۍ او شاوخوا ولسوالیو کې احساس شوې ده.
 
که څه هم ځايي چارواکو په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي، خو ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې د دغې زلزلې له امله د استوګنې لس کورونه ويجاړ شوي دي.
 
په هرصورت، د هند د زلزلې مرکز راپور ورکړی چې دا زلزله د ۴.۳ درجې سره د کابل سویل ختیځ ۱۵۱ کیلومتره کې د ۶۰ کیلومتره په ژوره کې رامنځته شوې.
 
د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې شاوخوا يو کال وړاندې له خونړۍ او ويجاړونکې زلزلې وروسته په دې سيمه کې د زلزلې له امله د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو وېره زياته شوې چې پخوانۍ پېښه به بيا تکرار شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د تېر کال په زلزله کې له زرو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او سلګونه کورنيو خپل کورونه له لاسه ورکړي وو.
 
https://avapress.com/vdccsxqim2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې