افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزارت چارواکو د دغه وزارت د مرستیال بهرام حسیني مطلق په مشرۍ له یوه ایراني پلاوي سره وکتل. د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د تهران او کابل ترمنځ د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په اړه په کابل کې وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه چې په دې کتنه کې د افغانستان د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان حاجي مالي خان صدیق د ایران او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو او همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت تل د ښو اړیکو غوښتونکی دی. د ایران اسلامي جمهوریت په مختلفو برخو کې د لازیاتو همکاریو ته ژمن دی.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې ايراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې ورکړی دی.
د يادونې وړ ده چې د ايران اسلامي جمهوريت په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د تېرو کلونو په څېر په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او د خپرو شويو شمېرو له مخې دغه هېواد له پنځو ميليونو څخه د زياتو افغان کډوالو کوربه دى.