د اسلامي امارت د لوی درستیز مرستیال د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د لوی درستیز له مرستیال او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې د ایران او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو او همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د ایران له اسلامی جمهوریت سره تل د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په مختلفو برخو کښې د لا زیاتو همکاریو ته ژمن دی.