دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 270475
په لويديځه غاړه کې د اسرائيلي پوځيانو په بريد کې درې تنه فلسطينيان شهيدان شول
په لویدیځه غاړه دصهیونیسټ رژیم په وروستۍ حملې کښې لږترلږه درې فلسطینیان شهیدان او شپږ نور ژوبل شول.
افغان غږ خبری آژانس: ټایمز آف اسرایل د فلسطین د روغتیایی چارواکو په حواله خبر ورکړی، چی دغه برید نن سهار (دوشنبه،  جوزا ۱) د لویدیځې غاړې په شمال کې د کډوالو پر یوه کمپ ترسره شوی دی.
 
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، دا درې کسان د نابلس په ختیځ کې د کډوالو په یوه لوی کمپ د بالتا په سیمه کې د اسراییلي پوځیانو له خوا په نښه شوي دي.
 
له بلې خوا د «الاقصی د شهیدانو لوا» یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې د اسرائیلي پوځیانو له خوا د بې ځایه شویو په کمپ کې شهیدان شوي کسان د دغې ډلې غړي وو.
 
په دې وروستیو میاشتو کې په لویدیځه غاړه کې ناکراریو زور اخیستی دی.
 
ويل کيږي چې په دې سيمه کې دفلسطيني مقاومت ډلې زياتې فعالې شوي دي او وخت په وخت په مشخصو هدفونو بريدونه کوي .
https://avapress.com/vdca0wnum49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته