دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 271666
د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۷ شبکو کار پیل شو
د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۷ شبکو کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د غور ولایت د کلیو پراختیا رئیس مولوي محمد ادریس شریعت وايي، د IAM موسسي د غور ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سره په همغږۍ د اوبو رسولو د ۷ شبکو کار د سيمه ييزو پرمختيايي شوراګانو له لارې په ۷ کليو کې د ۷۷ زره ۷۳۸ ډالرو په ارزښت پروژې پيل شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پروژې د هغه تفاهم ليک له مخې چې د کليو پراختيا وزارت او اړوندې ادارې ترمنځ لاسليک شوى، په لعل او سرجنګل ولسواليو کې د غور ولايت د کليو پراختيا رياست تر چتر لاندې او تر څارنې لاندې پلې کېږي.
 
نوموړي همدا راز ژمنه وکړه، چې د پرمختیايي پروژو د تطبیق د څارنې او اسانتیاو په برخه کې به له هیڅ ډول همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
 
په همدې حال کې د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسواليو اوسېدونکو په خپلو کليو کې د يادو شويو پروژو د پلي کېدو له امله مننه او قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د يادو پروژو په تطبيق کې به پوره همکاري وکړي.
 
https://avapress.com/vdcd9f0x9yt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته