دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 271879
د پکتیکا ولایت نوی والي معرفي او په کار پیل وکړ
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د مالیې وزارت پخوانی مرستیال فیض الله جمال چې د پکتیکا د نوي والي په توګه ټاکل شوی، معرفي او په کار یې پیل وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن چهار شنبه د جوزا په ۲۷ مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې ښاغلی جمال د پکتیکا د نوي والي په توګه د دغه ولایت د نوي والي په توګه معرفي شوی دی.
 
هغه زیاته کړه: په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د معین په حضور کې جوړ شوي وو، د دغه ولایت پخواني والي، قومي مخورو او یو شمېر مسوولینو، د ملي امنیت پخوانی معین هم حضور درلود.
 
ښاغلي جمال په خپله لومړۍ وینا کې د پکتیکا له خلکو سره ژمنه وکړه چې په پکتیکا کې به یو شمېر بنسټیزې پروژې پلې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا پخوانی والي مولوي عبدالله مختار د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
 
د یادولو وړ ده چې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده لخوا نوې ګمارنې شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjave8huqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته